په باړه کې نامعلومه وسله والو یو تن وژل شوي دي

0
174

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر د آبادۍ په نسبت سره لوی تحصیل د باړې بیله بیلو سیمو کښې نامعلومه کسانو په ډزو دوه کسان ویشتلي دي ، د رپورټ مطابق یو تن مړ شوي او بل تن سخت ټپي شوې دې.
د رپورټونو مطابق د باړه تحصیل په شلوبر نري خور سيمه کې د نامعلومه کسانو په ډزو کې يو تن وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

د ځایی سرچینو مطابق داسې ویل کیږي چې یو تن د برقمبر خیل اوسیدونکې دې او بل تن د کوکي خیل تپې اوسیدونکې دې، د یادونې ده چې په باړه کې په دې لنډو ورځو کې یو شمیر دغسې ناوړه د انسان وژنې پیښې رامینځ ته شوي دي، ځای خلق د پولیس او انتظامیه نه غوښتنه کړې ده چې په سیمه کې دې د داسې ناوړه پيښو مخینوي لپاره ګوټلي ګامونه پورته کړي.

Leave a reply