طلوع نیوز: خبریالان مو وهل شوي

0
64

طلوع نیوز: خبریالان مو وهل شوي

کابل کې د طلوع نیوز ټلویزیون ویلي چې خبریالان یې وهل شوي.

 

(2021 / 8 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)

کابل کې طلوع نیوز ټلویزیون ویلي چې یو خبریال او کمره مین یې له بېځایه شویو او بې وزلو خلکو سره د مرکې پر مهال طالبانو وهلي، دوی ویلي چې یاد خبریلانو غوښتل کابل شهرنو سیمه کې له هغو بېځایه شویو کورنیو سره مرکه وکړي چې دې وروستیو کې د جګړو له امله له خپلو سیمو کډوالۍ ته مجبور شوي دي.

طلوع نیوز زیاته کړې چې کمره مین او خبریال یې وعل شوي او کمرې ترې اخستل شوي دي، طالبانو ویلي چې پېښه په جدي ډول څېړي او عاملینو ته به سزا ورکوې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې  طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي او ډیری رسنۍ تشویش لري چې دوی ته به د پخوا په شان د کار کولو اجازه ورنکړل شي.

Leave a reply