د طالبانو او امریکا ترمینځ په قطر کې مذاکرات پیل کیږي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مرکزي ویاند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې د طالبانو او امريكې ترمېنځه به د قطر په پلازمينه دوحه كښې بېرته مذاكرات پېل كېږي، هغه وایی چې د دوحه لوظنامې له مخې به د امریکا سره خبرې اترې جاري ساتو.
د باختر خبرآ آژانس مطابق مجاهد اوویل چې دا مذاكرات به د لوظونو پخلي او د اندېښنو لرې كولو لپاره مرسته كوونكي ثابت شي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د كنګل شوې اثاثې پرانستلو لپاره به هڅې كولې شي ځکه د افغانستان ستونزه چې روپې ی کنګل شوي دي ،ډیره یوه مهمه او د پام وړ ستونزه ده.
هم ددې مسلې به اړه د افغانستان اسلامی امارت د خارجه وزارت وياند عبدالقهار بلخي وئيلي دي چې د خارجه وزارت سرپرست امير خان متقي په مشرې كښې افغان پلاوې به خبرو لپاره د نومبر د 27مې نېټې څخه تر 29مه نېټه په دوحه كښې قيام كوي او امریکایی استازو سره به ناستې ولری.
د رسنیو راپورنو له مخې به په دې مهم سفر کښې په دوحه کې امریکایی استازو سره د افغانستان کنګل شوي پیسو، افغانستان سره د بشري مرستو، په افغانستان کې د امریکا سفارت بیا پرانستول او یو شمیر د امریکا د ګډو ګټو په اړه په دې ناستو کې ټینګار وشي.






