په لنډیکوتل کې پاکستان تحریک انصاف د بلدیاتي ټاکنو لپاره کمپاین پیل کړو

0
145

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل کې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) مشرانو د بلدياتي انتخاباتو لپاره باقاعده د اولس سره د اړیکو او رابطو لپاره مهم شروع کړي دي.

د پاکستان تحريک انصاف نامزد تحصيل چيئرمېن لنډي کوتل عدنان خان د انعام الله آفريدي د حجرې نمائندګانو کلي ولي خيل کښې يو کارنر اجلاس کښې ګډون اوکړو او د بلدياتي انتخاباتو په اړه ئي تفصيل سره خبرې اترې اوکړو او وئيلي ئې دي چې قبائلي سيمو کښې بلدياتي انتخابات روان دي۔ د حکومت له کبله لومړی ځل دی.ده وویل چې د بلدیاتی نظام له لارې به ټیټې طبقې ته په اسانۍ سره حقونه ورکول پیل شی.وزیراعظم عمران خان له قبایلو سره مخلص دی.
په دی موقع د ولیج کونسل جنرل کونسلر څوکۍ VC-15 لپاره انعام الله، د کلي مشران حاجي رضا، باور افريدي، حاجي علي اصغر، حاجي فهيم افريدي او نور هم موجود وو.
غونډې ته د پي ټي آئي گډ گورننس سيکرټري عظمت علي، سجاد شينواري، د ائي ايس ايف مشر رب نواز آفريدي او نورو هم وینا ګانې وکړې او ویل چې بلدیاتي ټاکنو د حکومت یوه ښه پریکړه ده.

Leave a reply