عمران خان او پوتین د افغانستان په سیاسي روغې جوړې خبرې کړي

0
58

عمران خان او پوتین د افغانستان په سیاسي روغې جوړې خبرې کړي

د کرملین له خوا خپارۀ شوي مطلب کې راغلي چې عمران خان او پوتین د افغانستان په سیاسي وضعت خبرې کړي دي.

 

2021 / 8 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د روسیې جمهور رئیس ولادي میر پوتین د د افغانستان په اړه خبرې کړي، د کرملین له خوا په خپاره شوي مطلب کې راغلي چې دواړو افغانستان کې د جګړې د مخنیوي او یو ټول شموله حکومت په جوړېدو ټینګار کړی دی.

دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې د سوله ییز افغانستان او د ترویزم او نشه یي موادو پر ضد مبارزې برخه کې به افغانستان سره مرسته کوي.

د عمران خان له دفتر نه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي پوتین او عمران خان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره یو ټول ګډونه حکومت جوړول اساسي حل لاره ګڼلې ده.

Leave a reply