د هند، روسیې او چین چارواکو د افغانستان پۀ اړه خبرې کړي دي 

0
137

د هند، روسیې او چین چارواکو د افغانستان پۀ اړه خبرې کړي دي 

د هند، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو له خپلې انلاین غونډې وروسته په ګډه اعلامیه کې د افغانستان پر خرابېدونکي بشري وضعیت د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ له افغانستان سره د فوري بشري مرستو غوښتنه وکړه.

 

(2021 /  11 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هند، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر خرابېدونکي بشري وضعیت او د نشه یي توکو د قاچاق پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

د تیر حکومت له پرزېدو وروسته د نړیوالو د میلیاردونو ډالرو مرستو درېدو افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ کړی دی.

د هند، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو له خپلې انلاین غونډې وروسته په ګډه اعلامیه کې د افغانستان پر خرابېدونکي بشري وضعیت د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ له افغانستان سره د فوري بشري مرستو غوښتنه وکړه.

ایس جې شنکر، سرګي لاوروف او وانګ یې په خپله اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی چې د افغانستان په اړه د ملګروملتو د پرېکړه لیکونو پایلو ته درناوی وکړي.

اړوند موضوعات: 

هند او امریکا د افغانستان پۀ اړه یو بل ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی 

چې د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره به نور اقدامات کوي.

دوی ویلي له افغانستانه د نشه یي توکو کاروبار او قاچاق د سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ پېښوي او تروریستي ډلو ته مالي امکانات په لاس ورکوي.

Leave a reply