خلک لا هم د تېښتې په هڅه کې دي

که څه هم طالبانو اعلان کړی چې له بهرنیو پرته بل څوک به هوايي ډګر ته نه پرېږدي؛ خو لا هم جوپې جوپې خلک د کابل هوايي ډګر پر لور روان دي.

 

(2021 / 8 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)

سره له دې چې زرګونه خلک د کابل هوايي ډګر له لارې  له افغانستان څخه ووتل، اوس هم زیات شمېر خلک د کابل هوايي ډګر دننه او له هوايي ډګر څخه د باندې له هېواد نه د تېښتې لټه کې دي، امریکا تازه ویلي چې دم ګړۍ لس زره کسان د هوايي ډګر دننه د پروازونو په انتظار کې دي.

که څه هم طالبانو اعلان وکړ چې دوی به له بهرنیانو پرته به دوی هوايي ډګر ته بل څوک پرېنږدي؛ خو لا هم زیات شمېر افغانان د هوايي ډګر طرف ته روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول او بهرنیو سفارتونو وویل چې دوی به خپل اتباع له افغانستان څخه باسي

Leave a reply