عمران خان او د ازبکستان صدر په ټیلیفون خبرې کړې دي

0
88

باغي ټي وي رپورټ
د ازبکستان صدر شوکت میرضیایف د جمعې په ورځ وزیراعظم عمران خان سره په ټیلیفون خبرې کړي او په دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې کړي ، په خبرو کې د پاکستان او ازبکستان تجارتي اړیکو او د اورګاړي پټلې په اړه هم ټینکار وشو.

د اې پي پي رپورټ مطابق وزيراعظم د ګډو اهدافو او مقاصدو ترلاسه كولو لپاره په بېلا بېلو برخو كښې د پوره استعداد د استعمال په اهميت ټينګار وكړو۔
وزيراعظم د ترجيحي تجارت معاهدې زر تر زره ختمولو له لارې د دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو د پراختيا په ضرورت زور راوړو او وی ویل چې د پاکستان او ازبکستان ترمینځ دوه اړخیز تجارت باید پیاړې شي چې د دواړو هیوادونو اقتصاد ښه شي .
عمران خان په دې موقع د افغانستان له لارې د ازبکستان نه د اورګاړي د پټلۍ غزولو د پروژې په وخت بشپړولو په برخه کې د پاکستان کلکې ژمنې تکرار کړې او ویل چې پاکستان عملی هڅې کوی چې دا لویه اقتصادي پروژه په وخت مکمل شي.

Leave a reply