په تورخم پوله امریکایی ډالر ونیول شول

0
200

باغي ټي وي رپورټ
د خېبر تورخم په پوله افغانستان ته تلونکي مسافر فهیم نه د این ایل سی سکینر د تلاشۍ په مهال شل زره څلور سوه امریکايي ډالر برآمد شوي او ملزم نیول شوی دی.

د تفصيلاتو ترمخه د تورخم په پوله افغانستان ته تلونکي مسافر فهيم افغاني نه د اين ايل سي سکينر تلاشي دوران شل زره څلور سوه امريکايي ډالره ۲۰۴۰۰ برآمد شوي دي۔ .
په تورخم کې د چارواکو مطابق تورن تن او ډالر اړوند چارواکو ته سپارل شوي او د پلټنو بشپړولو وروسته به د پېښور ګمرک هاوس ته د نورې قانوني کاروایی لپاره ولیږل شي.
د یادونې ده چې په تورخم پوله وخت سره سره داسې کاروایی شوي چې پکې په ناقانونه توګه د پیسو سمګل کولو هڅې شنډې کړې شوی دي.

Leave a reply