د عدالت قاضي د جنسي تیري په تور ونیول شول

Two people behind frosted glass.
باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په لویر دیر سیمه کې یو لوړپوړی ملکي قاضي پر یوې ښځې د جنسي تیري په تور نیول شوی دی.
د جنسي تیري چې دا کوم تور لګولې هغه وایی چې یوه ځايي قاضي ورسره ژمنه کړې وه چې ماته به به یو وظیفه راکړي او دې لپاره مې ورته ۱۵ لکه روپۍ رشوت هم ورکړي وو.
سرچینې وایی چې د چترال اوسېدونکې مېرمن په دې سول جج تور لګولې دې چې دې میرمن سره ی په زور زنا کړې ده . په رسنیو کې چاپ یو رپورټ مطابق د متاثره میرمنې د طبی معاینې نه پس د قاضي په ضد کاروایی وشوه او هغه ونیول شو.
ویل کیږي چې متاثره د چترال دا ښځه په پیښور کې د بي ډي ایس ادارې زده کوونکې ده.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د پیښور پوهنتون په اړه هم یو رپورټ خپور شوې وو چې په دې پوهنتون کښې ښځینه زده کوونکې د بهرنه راغلیو کسانو له لوري زورول کیږي او څه وخت وړاندې داسې رپورټ هم چاپ شې وو چې یوه زده کوونکې د جنسي تیري هم ښکار شوې وه.






