باغي ټي وی رپورټ
په شمالي وزيرستان کې د پاک افغان پولې سره نزدې د سپين وام سيمې قبائيلي مشر او د سپين وام لوی جرګې مشر ملک لياقت علي خان وزير وئيلي دي او غوښتنه ی کړې ده چې د شمالي وزيرستان د ټولو تحصيلونو خلکو ته دې د پاک افغان پولې ته د تګ اجازه ورکړل شي.
ميډيا ته جاري شوي يو بيان کښې ملک لياقت علي خان څرګنده کړه چې په دې وروستيو کښې په پاک افغان پوله د شمالي وزيرستان څلورو تحصيلونو ته د تلو اجازت ورکړے شوے دے کوم چې د هرکلي وړ دے.
هغه زیاته کړې په پوله د دواړو هیوادونو وګړو یو بل سره رشتې دي او په ښه او بده کښې د یو بل پښتنې له ځي۔
مشر زیاته کړه چې په پوله د بندیزو له وجهې د دواړو هیوادونو وګړو ته ستونزې راپیښې دي او باید دوی ته د تګ راتګ اجازت ورکړې شي.










Leave a Reply