په جمرود کې د موټرسایکل د غلاکولو،تښتولو پیښې زیاتې شوي دي: ځایی خلق

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود د شاه کس په سيمه کې د موټرسايکل د غلا کولو او تټتول پېښې زياتې شوي دی، یو ځای خبریال مطابق ددې ځای خلق وایی چې د موټر سایکل د غلا پیښې په دې سیمه کښې سیوا شوي دي.
یو ځایی تن رسنیو ته ویلي دي چې په دې لنډو ورځو کې څلور موټرسايکل غلا شوي دي خو پوليس ددې پیښو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
رسنیو سره د شاه کس سیمې یو اوسېدونکى برات شينوارى وايي، چې تېر ماښام له شاه کس مدرسې څخه خپل کور ته روان وو چې څه کسانو ترې موټر سایکل واخستو، هغه اوویل چې په بائي پاس روډ باندي غلو موټرسائيکل نمبر 8158 ايل ايچ پيښور، لس زره روپې، موبائل او دلاس ګهنټه ی هم رانه وخسته او په مخه وتښتيدل. هغه وایی چې په دې میاشت کې دا دريمه پېښه ده.
ځایی خلقو د ضلع خیبر د پولیس مشر نه غوښتنه کړې ده چې په سیمه کې د دغلو په ضد سخته قانوني کاروایی وکړي او دوی ده په خلقو نظر وساتي چې د خلقو ځان او مال په امنیت کې پاتې شی.






