په ملک کې د هومیوپیتهک داروګانو په قیمتونو کې زیاتوالې راغلې

0
162

باغي ټي وي رپورټ
په ملک کې که یو طرف په انګریزي داروګانو یا ایلیوپهتک داروګانو قیمتونه کې اضافه شوی نوې وس په هومیوپیتهک داروګانو قیمتونو کې هم ډیره اضافه شوې ده، په رسنیو کې د یو رپورټ مطابق په پیښور کې په هومیو پهیتک داروګانو قیمتونو کې ۳۰ دیرش سلنه زیاتوالې راغلې دې.

د مشرق نیوز یو خبر مطابق په پیښور کښي د هوميو پيتھک دوايانو نرخونه مخ په زياتيدو شروع شوي دي او صرف په څو ورځو کښي ئي قيمتونه د پنځلس نه تر ديرش فيصده پوري پورته شوي دي۔
په رپورټ کې زیاتوي چې د هومیوپیتهک داروګانو د بیو د لوړیدو سره سم هومیوپیتیک ډاکټرانو په فیسونو کې هم پنځوس فیصده زیاتوالی راغلی دی. د هومیوپیتهک داروګانو د واردلو سوداګرو په وینا له جرمني څخه د وارد شویو هومیوپیتهک داروګان له ۱۵ تر ۳۰ سلنه او د پاکستاني هومیوپیتهک درملو بیې له ۱۵ تر ۲۰ سلنه لوړې شوې دي.

Leave a reply