په ننګرهار کې درې د داعش ډلې کسان وژل شوي دي

0
60

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په ولایت ننګرهار کې د د افغان میډیا یو راپورمطابق درې د داعش ډلې سره تعلق لرونکي وژل شوي دي، راپورونه وایی چې دا کسان په خپل ماین باندې وژل شوي دې کله چې دا ماین په دوی وچودیدل .

د ورځپانړې وحدت چې د باوري امینتي سرچینو حواله ی ورکړې وایی چې د ننګرهار په مرکزي ښار جلال آباد کې دا پیښه مخې ته راغلې او په یو چاودنه کې درې د داعش ډلې کسان وژل شوی دي، دا سرچینه زیاتوي چې دا کسان د دوی خپل ماین په چاودنه کې مړه شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې په دې پیښه کې د داعش یو تن ټپی شوې هم دې او د پیښه پرون سهار شوې ده. د یادونې ده چې کله نه چې په افغانستان کې د اسلامی امارت حکومت اعلان شوې دي، دې سره په افغانستان کې د داعش له اړخه بریدونو زیات شوي دي. تیره میاشت هم د داعش ډلې له طرف نه په جلال آباد کښې د اسلامی امارت سرتیري په نښه شوي وو.
د افغانستان اسلامی امارت له اړخه هم د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د داعش ډلې په ضد عملیات پیل شوي دې، د اسلامی امارت مشرانو مطابق په دې عملیات کې ګنړ شمیر د داعش ډلې کسان وژل شوي او نور نیول شوي هم دي.

Leave a reply