روسیه کې یو کان کې د ګاز نیولو لۀ امله ۵۲ کسان وژل شوي دي 

0
174

روسیه کې یو کان کې د ګاز نیولو لۀ امله ۵۲ کسان وژل شوي دي 

د څیړنو سیمه ایزې کمیټې ویلي دي چې د کان د رییس لیستویاژنیا او د هغه مرستیال په ګډون درې تنه د کان صنعت د خوندیتوب د قوانینو څخه د سرغړونې په شک نیول شوي دي.

 

(2021 / 11 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې په سایبریا سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو د خپریدو له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۵۲ تنو ته زیات شوی دی.

د پیښې په قربانیانو کې د ژغورنې شپږ غړي هم شامل دي. روسي چارواکو ویلي دي د پخواني شوروي اتحاد له پاشل کیدو وروسته دا یوه تر ټولو ناوړه طبیعي پیښه ده.

د څیړنو سیمه ایزې کمیټې ویلي دي چې د کان د رییس لیستویاژنیا او د هغه مرستیال په ګډون درې تنه د کان صنعت د خوندیتوب د قوانینو څخه د سرغړونې په شک نیول شوي دي.

د یادې کمیټې په وینا، ګازو هغه مهال د کان کارکوونکي ونیول چې د هوا د تهویې نل لیکه له ګازو ډکه شوه. د روسیې دولتي ټلویزیون ویلي، څارنوالان په دې باور دي چې د کان په منځ کې د میتان ګازو چاودنه شوې ده. روسیي چارواکو څرګنده کړې چې تر اوسه د معدن د ۱۱ کارکوونکو مړي موندل شوي او ۳۵ تنه نور لا تر اوسه تر ځمکې لاندې ګیر پاتې دي.

لس ګونه نور کارګران چې د څلورو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی، روغتون ته لیږدول شوي دي.

Leave a reply