سور صلیب وايي چې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو لۀ امله میلیونونه افغانان اغېزمن شوي دي
سور صلیب وايي چې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو لۀ امله میلیونونه افغانان اغېزمن شوي دي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې هم تر دې مخکې ویلي، که د افغانستان کرنه او معیشت سم د لاسه خوندي نه شي، په میلیونونو افغانان ښايي له یوه ناورین سره مخامخ شي.
(2021 / 11 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سرۀ صلیب نړیواله کمېټه وايي، د افغانستان د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د شتمنیو د کنګل کېدو هدف د هغو چارواکو مجازاتول وو چې پر قدرت دي، خو د دې پرځای یې په افغانستان کې په میلیونونو افغانان چې د بقا لپاره اساسي خدماتو ته اړتیا لري، اغېزمن کړي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دا خبره د دې ادارې د عملیاتي چارو مشر، ډامنیک سټیلهارټ افغانستان ته تر سفر وروسته کړې ده.
اړوند موضوعات:
ملګرو ملتونو پۀ امریکا غږ کړی چې د افغانستان شتمني خلاصه کړي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې هم تر دې مخکې ویلي، که د افغانستان کرنه او معیشت سم د لاسه خوندي نه شي، په میلیونونو افغانان ښايي له یوه ناورین سره مخامخ شي.
ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو بشري اړتیاوې او د بې وزلۍ اندازه په پراخېدو ده.