په لنډیکوتل کې پرمختیایی پروژې ټهکیدارانو ته ورکړل شوې

0
147

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کې د پرمختیایی پروژو د ټینډر مرحله د مکمل کیدو نه پس دا پروژې اړوند ټهیکیدارانو ته ورکړل شوي ، د چارواکو مطابق د ۲۰ شلو کروړه روپو منصوبو باندې به د بلدیاتي ټاکنو نه پس کار پیل شي.

د لنډیکوتل تحصیل مونسپل آفیسر شهباز خان رسنیو ته اوویل چې د لنډیکوتل لپاره د شل کروړه روپو د پرمختیایی کارونو منصوبې منظورې شوي دي ، هغه اوویل چې په لنډیکوتل کې به په ۵ منصوبو کار پیل شي، هغه زیاته کړه چې د لنډیکوتل په بیلا بیلو سیمو حمزه بابا پارک، خیبر مارکیټ، رنګړ بازار، زکریا مسجد مارکیټ، او پاپوس مارکیټ کې به لوی لوی کوړې دان ولګول شي.
په دې موقع ددې ادارې اړوند نور مشران او اهلکار سب انجنیر امان الل او ایکسین هم موجود وو.
هغه اوویل چې ددې منصوبو د ټینډر مرحله مکمل شوې ده او د بلدیاتي ټاکنو نه پس به په دې پروژو کار پیل شي، هغه زیاته کړه چې ددې منصوبه نزدې کتنه او مانیټرنګ وشی ، هغه اوویل چې ددې منصوبو سره به ددې ځای خلقوڅه ستونزې هوارې شي ، هغه اوویل چې رنګړ بازار کې به یوه معیار منډیی جوړه شی

Leave a reply