په تورخم پوله دې پولیس بحال کړې شي: د مشرانو غوښتنه

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د ټرانسپورټ اتحادیی مشر حاجی عظیم الله شینواری او د کسټم کلیرینس ایجنټس اتحادیی مشر معراج الدین په لنډیکوتل پریس کبل کښې یوې خبري غونډې ته په وینا کې اوویل چې په تورخم پوله دې پولیس اهلکار بیا مقرر کړې شي ، هغوی زیاته کړه چې د تورخم بارډر نه پولیس ختمولو نه پس دې ترافیکي ستونزې زیاتې شوي دي .
مشرانو دا هم اوویل چې کله نه چې تورخم نه پولیس لرې کړې شوي دي نو د هغه ورځ نه په پوله د غلا پیښې زیاتې شوي دي او په تورخم کې د ټریفک مسلې هم رامخې ته شوي دي.
هغوی اوویل چې د پولیس نه علاوه په تورخم پوله نور اهلکار هم په سمګلنګ کې ککړي دي ، مشرانو زیاته کړه چې په پوله چاله هم اجازت نه ورکوی چې بهته خوری وکړي ، هغوی اوویل چې صرف په پولیس تورونه لګول ناانصافي ده او په تورخم پوله خو نور اهلکار هم په بډو رشوتونو کې ککړي دي.
مشرانو د لوړ پوړه چارواکو نه غوښتنه وکړه چې په تورخم پوله دې پولیس نظامی او نفري بیا بحال شی، هغوی ګواښ وکړو چې که زمونږ غوښتنې و نه منل شوې نوی دوی به احتجاجی لاریون پیل کړي.




