لنډیکوتل کې د پاکستان مسلم لیګ ن مشرانو خبري غونډه

0
137

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن لنډي كوتل څانګې مشرانو، غړیو او په بلدیاتي ټاکنو کې د تحصيل چيئرمېن څوکۍ لپاره امیدوار صادق امين شينواري د لنډي كوتل صدر قاضي محب او ساجد علي پشمول د نورو ملګرو سره يو خبري غونډې ته په وینا کې اوويل چې مسلم ليګ (ن) د قبائيلي اولس له د نور ملک وګړو په شان حقونه ورکولو کې او د قبایلي عوام لپار آواز اوچتولو لپاره مهم كردار ادا كړے دے، هغوی زیاته کړه چې په قبايلي ضلعو کې نن د لومړي ځل لپاره د پارلماني ټاکنو ترسره کېږي او زمونږ ګوند ددې ټاکنو لپاره آواز اوچت کړې وو.

هغوی اوویل چې ميا نواز شريف خپل ټول عمر د هېواد د بقا او سلامتيا لپاره په سياست كښې تېر كړي دي، مشرانو زیاته کړه چې چې د خېبرپښتونخوا مسلم ليگ (ن) د ټولو كسانو مننه كوم چې په دوي باور وكړو او د تحصيل چيئرمېن لپاره يې نامزد كړے۔ هغه اوویل چې د ایف سي آر ختمولو لپاره پخواني وزیراعظم د سرتاج عزیز په مشري کښې فاټا ریفارمز کمیټي جوړه کړې وه ، د کمیټۍ مشرانو د قبایلي سیمو دورې وکړې او د ایف سي آر په اړه ی قبایلی ځوانانو رایې معلومه کړي، هغه زیاته کړه چې هم دغسې وشو او نن ایف سي آر د قبایلي علاقو نه ختم شوې دې. د پارټۍ مشرانو اوویل چې بلدیاتي ټاکنو په جمهوری نظام کې ډیر بنیادي رول لوبوي ، اختیارات لاندې منتقل کیږي او عام اولس ته ددې ټاکنو ډیره ګټه رسي، هغوی زیاته کړه چې په ۲۸ نومبر په تحصیل باړه کې یوه لویه شمولتي غونډه کیږي ، په دې غونډه کې به په ګنړ شمیر کې د نورو سیاسي پارټیو مشران او غړي په پاکستان مسلم لیګ نه کې شامل شي.

Leave a reply