ضیاءالحق امرخېل: د ټول شموله حکومت جوړېدل به اندېښنو ته دپای ټکی کېږدي

0
79

ضیاءالحق امرخېل: ټول شموله حکومت جوړېدل به اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي

ضیاءالحق امرخېل تېره شپه یو شمېر طالب چارواکو سره کتلي او ډاډ یې ورکړی چې د خلکو اندېښنې به ختمې کړل شي.

 

(2021 / 8 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)

د ننګرهار پخواني ړالي ضیاءالحق امرخېل نن سهار په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې تېره شپه یې د طالبانو د قطر دفتر غړو شهاب الدین دلاور، عبدالرحمن فدا، قاری دین محمد حنیف ، ملا عبدالحق وثیق، او مولولوي عبدالرشید بلوڅ سره لیدلي، ښاغلي امرخېل ویلي چې په دغه لیدنه کې یې ډاډ ترلاسه کړی چې طالبان به ټول شموله حکومت جوړوي او د خلکو اندېښنو ته به دپای ټکی ږدي.

نوموړي همدا راز ویلي چې طالبان د اقتصادي ننګونو سیاسي وضعت د جوړېدو په خاطر جدي کار کوي او ژر ده چې دا ستونزې به حل شي.

ښاغلی ضیاءالحق امرخېل د طالبانو له واکمنېدو د مخه د ننګرهار والي او د ولسمشر اشرف غني ستر سلا کار ؤ.

Leave a reply