پاکستان غواړی چې په پاک افغان پوله بین المللي تجارت ته وده ورکړي: محمد صادق خان

0
78

نصیب شاه شینواري
په ۲۴ نومبر د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افغانستان لپاره ځانګړې استازې محمد صادق د قامي سلامتیا صلاحکار ډاکټر معید یوسف سره د پاک افغان بارډر تورخم دوره وکړه.

محمد صادق خان په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې د قامي سلامتیا صلاحکار معید یوسف سره ی د تورخم په پوله ی امنیتی ځواکونو او افغان چارواکو سره ګټوره او مهمه غونډه کړې ده.
محمد صادق وایی چې ددې غونډو مقصد دا وو چې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزه سوداګري وده وکړي او په پوله د پاک افغان ټرانزیټ ټریډ لپاره اسانتیاوې پیدا کړو.
هغه په ټویټ کې زیاتوي چې ددې غونډې تمرکز دا هم وو چې پوله د مسافرو تګ راتګ لپاره اسانتیاوې پیدا شي او د تګ راتګ عمل تیز شي او اسان کړې شي.
محمد صادق په ټویټ کې زیاتوي چې ددې دورې او د تورخم په پوله غونډه کې په دې هم فوکس وو چې په دې لاره بین المللي تجارت ته وده ورسی.


د یادونې ده چې محمد صادق خان د غلام خان بارډر دوره هم وکړه او په دې پوله ورته امنیتی چارواکو بریفنګ ورکړو. هغه په خپل ټویټر پانړه لیکي چې د غلام خان بارډر دوره مو هم وکړه او هلته مو هم چارواکو سره مهمه غونډه وکړه.
نوموړ وایی چې دا مهمه سیمه او پوله هم د یوې مهمې سوداګریزې او ټرانزیټي لارې په توګه راڅرګندیږي. هغه وایی چې غلام خان پوله د بحیره عرب سره د افغانستان لپاره تر ټولو لنډه لار ده، هغه په ټویټ کې زیاتوی چې له دې لارې هم د افغانستان سره د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره یو شمیر اقدامات او پلانونه ی په نظر کې دي چې ددې لارې په ذریعه هم افغانستان سره تجارت ته وده ورکړي.

Leave a reply