لندن په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره نږدې همکاري کوي
لندن په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره نږدې همکاري کوي
ښاغلي کاسي پرون د نومبر په ۲۴مه په اسلام اباد کې وویل، برېټانیا افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د ترهګرۍ د ودې پر مرکز د افغانستان بدلېدو د مخنیوي په ګډون په بېلابېلو برخو کې له پاکستان سره همکاري کوي.
(2021 / 11 / 25 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
د افغانستان او پاکستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي نیکي کاسي ویلي، چې لندن په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره نږدې همکاري کوي.
ښاغلي کاسي پرون د نومبر په ۲۴مه په اسلام اباد کې وویل، برېټانیا افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د ترهګرۍ د ودې پر مرکز د افغانستان بدلېدو د مخنیوي په ګډون په بېلابېلو برخو کې له پاکستان سره همکاري کوي.
نوموړی اسلاماباد ته په درې ورځني سفر تللی دی او ټاکل شوې په دې سفر کې د لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري.
د هغه په خبره، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته برېټانیا د افغانستان د ثبات د یقینې کولو لپاره له هېڅ راز هڅې ډده نهکوي.
تر دې وړاندې امریکا هم په افغانستان کې القاعده شبکه او داعش ډلې فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو، چې طالبان د داعش په مهارولو کې پاتې راغلي دي.