سلګۍ: منظم پلان او ټاکلې موخې مې لرلې ځکه بریالۍ شوم
سلګۍ: منظم پلان او ټاکلې موخې مې لرلې ځکه بریالۍ شوم
سلګۍ هغه نجلۍ ده چې په ۱۴۰۰ ه ش کانکور کې یې تر ټولو لوړې نمرې اخستي دي.
2021 / 8 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
سلګۍ اتلس کلنه افغانه پېغله ده چې توانېدلې پخپل زیار او هڅو توانېدلې چې د ۱۴۰۰ ه ش کال کانکور پایلو کې یې تر ټولو لوړې (۳۵۲) نمرې اخستي، سلګۍ تازه له آشنا ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې سره له دې چې د وطن امنیتي او اقتصلدي حالا ډېر خراب ؤ خو د دې منظم پلان او ټاکلو موخو دې سره مرسته وکړه چې لویه بریا ترلاسه کړي.
آغلې سلګۍ د یادې بریا بل دلیل د مور او پلار تشویق او د دوستانو اعتماد پر دې ګڼي. آغلې سلګۍ همدارنګه وايي چې دا پوهېده چې همدا ډول بریا به ترلاسه کوي ځکه د دط په وینا څوک چې اعتماد پرنفس ونلري لویې بریاوې نشي ترلاسه کولی.
د یادونې وړ ده چې سږکال د کانکور پایلې پایلې په داسې حال کې اعلانېږی چې تېر حکومت پرزول شوی او.پر ځای نوی حکومت (د ا.ا.ا) راغلی دی.