په سعودي عرب کې د اسلامی نړۍ لویه غونډه، نورالحق قادري د پاکستاني پلاوي مشري کوي

باغي ټي و ي رپورټ
د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي نړۍ هیوادونو یوه مهمه غونډه کې پیل شوې ده، دا غونډه د ستراتیژیک ویژن ګروپ لخوا تنظیم شوی ده.
په دې مهمه غونډه کې د روسي چارواکو سربېره د اسلامي هېوادونو ګڼ شمېر پوهان، مفکرین او مشران ګډون کوي. دغه راز د ۲۷ هېوادونو ۳۳ حکومتي نمایندګانو او پخواني وزیران هم په دې مهمه غونډه کې شرکت کوي. د پاکستان په پارلیمان او مرکزي حکومت کې د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري د پاکستان نمائندګي کوي.
غونډه په داسې وخت کې راجوړه ده چې په افغانستان کې د افغانستان اسلامی امارت حکومت اعلان شوې دي خو تراوسه پورې دا اسلام امارت حکومت کوم نړیوال هیواد په رسمي توګه نه دې پيژندلې .






