د نشه یی توکو سمګلران ونیول شول

باغی ټي وي رپورټ
د خیبرضلعې پولیسو د نشه یی موادو د قاچاق کوشش ناکامه کړی دی او د ګاډی نه ی 11 کلوګرامه هیروئین برآمد کړي دي.
د تفصيلاتو ترمخه د ډي پي او خيبر په حکم باندي ناکه بندې او د ناقانونه هلو ځلو د مخنیوي لپاره د پولیس کاروایی روانې دي۔د نشه يي توکو سمگلرانو خلاف ورځ په ورځ کاميابئ کاروائي روانې دي.
د ایس ایچ او جمرود اکبر آفریدی په خفیه اطلاع باندی د کارخانو انچارج عدنان خان آفریدی کاروایی وکړه او د تلاشی په مهال ی د موټر نمبر LEE 3481 په پټ ځایونو کې د 11 کلوګرامه اعلی کوالټی هیروئین برآمد کړی دی، قاچاق وړونکي چی د پيښور اوسیدونکی دي نیولي دي او جمرود حوالات ته ی لیږلي دي، پولیس وایی چې نیول شووکسانو نه پلټنې روانې دي.






