په لکي مروت کې د دو ښځو مړي موندل شوي

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د دو ښځو مړي موندل شوي دي، ویلی کیږي چې دا ښځې څه شپږ اووه ورځې وړاندې قتل کړې شوې وې.
د مشرق ټي وي رپورټ مطابق دا دوه ښځې د لکي مروت په سیمه کښې قتل کړې شوې وې او بیا په یو قبر کښې ښخې کړې شوې وی، ویل کیږي چې دا زنانه تشدد سره وژل شوي دي . د مشرق رپورټ مطابق د یوې ښځې عمر ۴۵ کاله دې او یوه پیغله جینې ده. د مشرق رپورټ مطابق ددې ښځو مړي د سلیمان خیل قبرستان نه موندل شوي دي آو د رپورټ مطابق دا ښځې په ډزو ویشتل شوي او وژل شوي دي، د رپورټ مطابق ددې ښځو وارثان نه دي معلوم شوي.




