شیخ ابو عمر خراساني په کابل کښې وژل شوې: میډیا رپورټ
باغي ټي وي رپورټ
د ورځپانړې مشرق یو رپورټ مطابق په افغانستان کښې د داعش خراسان مشر ابو عمر خراساني په کابل کښې وژل شوې دې، هغه وژل شوې دې یا په ډرون حمله کښې مړ شوې دې، ددې خبرې صحیح تصدیق نه دې شوي.
د رپورټ مطابق په افغانستان کښې د شدت خوښي تنظیم دولت اسلامیه یا داعش خراسان نیول شوې مشر شیخ ابو عمر خراساني په کابل کښې وژل شوې دې، دې په هغه ورځ وژل شوې چې پایه تخت کابل د طالبانو کنټرول ته راغې.
د رپورټ مطابق شیخ ابو عمر خراساني جنازه په ولایت کونړ کښې په ۱۶ اګست اد کړې شوې دې او په جنازه کښې ی ډیرو کسانو شرکت کړې دې ولې طالبانو د عمر خراساني د وژل کیدو یا نه وژل کیدو په اړه څه نه دي ويلي.
د رپورټ مطابق د بګرام جیل نه چې کلي بندیان وتښتیده نو په دې کښې د داعش قیدیان هم وو او په دوی باندې یو ډرون حمله وشوه چې پکښې ګنړ شمیر کسان اووژل شول.
د رپورټ مطابق خراساني د بګرام په خصوصي قیدخانه کښې د افغان انټیلیجنس اهلکارو د سیوري لاندې بندي وو