اریک پرینس: افغانستان کې بې شرمانه ماتې امریکا مختورنه کړه
اریک پرینس: افغانستان کې بې شرمانه ماتې امریکا مختورنه کړه
ام یکا خپلو بهرنیو ملګرو ته نور اعتبار نه لري.
2021 / 8 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
امریکا خپلو بهرنیو ملګرو ته نور اعتبار نه لري. د امریکايي جنګي کمپنۍ بلک واټر مشر اریک پرینس په یوه تازه مرکه کې ویلي په افغانستان کې تر ماتې او بې شرمانه تښتې وروسته به پر امریکا هېڅوک د یوه باوري متحد په توګه اعتبار و نه کړي. دده په خبره امریکا چې کوم وحشتناک چلند له افغانستان سره کړی دی نړیوال به هغې ته په کتو نور هېڅ وخت امریکا ته د ملګرۍ لاس ور نه کړي او نه به هم ددغه هېواد پر ژمنو او خبرو باور ولري. پرینس وايي د امریکا پرېکړې د دغه هېواد اروپايي ملاتړي او ملګري هېوادونه سخت حیران کړي دي او ددې تمه نشته چې دا د بې باورۍ فضا دې دومره په اسانه له منځه لاړه شي. نوموړي ویلي په ځلونو یې امریکایي حکومت ته د جګړې د ختمولو معقولې لارې او طرحې شریکې کړې وې، خو ویې نه منله اوس دا دی امریکا نړۍ ته د یوه بې اعتباره او مختورن هېواد په توګه معرفي شوه.