په پیښور کې د پولیس اهلکارو هدفي وژنې اندیښنې را ولاړې کړي

باغي ټي وي رپورټ
د پېښور د ورځپانې مشرق په اداریه کې د پولیس اهلکارو د هدفي وژنو د زیاتېدو په اړه رپورټ چاپ شوی دی. ورځپاڼه لیکي، د پولیسو د منسوبینو په نښه کولو د پېښو زیاتېدل د اندېښنې وړ خبره ده ، اخبار زیاتوي چې دداسې پیښو باید مخه ونیول شي. ورځپاڼه لیکي، که پولیس د خپلو منسوبینو په ساتنه کې پاتې راشي او یا د هغوی قاتلین زر تر زره ونه نیول شي، نودې سره به عام خلقو کې هم یره خپره شی او عام خلق به ځانونه غیرمحفوظ ګنړي.
د یادونې ده چې نن هم په پیښور کې په حیات آباد کې د شکمنو کسانو په ضد عملیاتو کې دوه پولیس اهلکار شهیدان شوي دي. ددې نه وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو کې پولیس په نښه شوي دي.






