امریکا کې یو کس تر ۴۳ کاله زندان تېرولو وروسته بېګنا ثابت شو

امریکا کې یو کس تر ۴۳ کاله زندان تېرولو وروسته بېګنا ثابت شو
دغه زنداني په میسوري کې خبریالانو ته ویلي چې دی خپه نه دی، دی ډېر وخت په بند کې و او اوس یې داسې احساسات خپل کړي دي چې ښایي هیڅوک یې هم درک نه کړي.
(2021 / 11 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا کې د کوین ستریکلنډ په نوم یو کس چې ۴۳ کاله یې بې ګناه په زندان کې تېر کړي دي خوشې شوی دی.
۶۲ کلن افریقایي الاصله امریکایی، کوین د یو تن په قتل تورن و خو نوموړي په پرلپسې توګه ترې انکار کاوه.
د نوموړي وکیل ویلي چې کوین سټریکلنډ یوازې د یو کس د شاهدي پر بنسټ ۴۳ کاله په بند کې تېر کړل په داسې حال کې چې شاهد بېرته خپل شهادت اخیستی هم و.
نوموړی د امریکا په میسوري کې د قاضي تر پرېکړې وروسته له بنده خوشې شوی او له خپلو عزیزانو سره یو ځای شوی دی.
دغه زنداني په میسوري کې خبریالانو ته ویلي چې دی خپه نه دی، دی ډېر وخت په بند کې و او اوس یې داسې احساسات خپل کړي دي چې ښایي هیڅوک یې هم درک نه کړي.






