کندهار کې د ملي سوداګرو، علماؤ او طالب هيئت تر منځ د ښار پر نظم، امنيت او مهمو مسائلو غونډه شوې
دا غونډه پرون د جمعې په ورځ (۲۲زمری) د سوداګرۍ خونې د غونډې په تالار کې ترسره شوې ده.
په کندهار کې يوه طالب چارواکي کابل ټکی کام ته وويل، په غونډه کې د کندهار پر امنيت، د عامه شتمنيو ساتنې، په ښار کې د عامه نظم، سوداګرۍ او نورو مهمو مسائلو خبرې شوي دي.
د کندهار ځايي طالب مقاماتو له خوا ټولو خلګو ته داډاډ ورکړل شوی چې د ټول ولس د مال سر اوعزت ساتل خپل لمړنی دنده بولي او ټول مامورین ، د موسساتو کارکونکي بايد خپلو ادارو کې کار ته دوام ورکړي او نظامي کسان چې عفوه ورته شوې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
په غونډه کې پريکړه شوې چې د پوره نظم تر راتلو پورې په ښار کې د ماښام له لسو بجو څخه د سهار تر څلورو بجو پورې ګرځبنديز دوامداره وساتل شي، چې د ځايي طالب چارواکو له خوا دا وړانديز تائيد او له تېرې شنبې شپې په ټول ښار کې نافذ شوی دی.
طالبانو تېره اوونۍ د کندهار ښار تر خپل تسلط لاندې راوست چې د ښاريانو په وينا، خلکو عادي ژوند پيل کړی او طالبانو د ښار نظم په ښه توګه ساتلی دی.