داعش په باجوړ کې د قاري الیاس وژنه په غاړه اخستې ده

باغي ټي وي رپورټ
داعش په باجوړ کې د قاري الیاس د وژلو په ګډون په پاکستان کې د دوو بریدونو مسوولیت منلی دی، د رپورټ مطابق تېر ماښام د داعش خراسان څانګې په ټولنيزو رسنيو يو خبر خپور کړ چې په کې يې په باجوړ ايجنسۍ کې د قاري الياس د وژلو مسووليت پر غاړه واخيست.
په خبر کې زیاتوي چې قاري الیاس د پاکستان د استخباراتي ادارو لپاره کار کولو نو دې لپاره ی په نښه کړو. د یادونې ده چې په ضلع باجوړ ښار کې یو ځای خبریال هم ددې خبرې پخلې کړې دې چې د قاری الیاس وژنې ذمه واری داعش خراسان ډلې په خپله غاړه اخستې ده.
دا خبره هم د یادونې ده چې دوه کاله وړاندې هم ددي قاري الیاس یو بل رور مفتی سمیع الحق هم نامعلومه وسله والو په ډزو ویشتلې او وژلې وو.






