صدر علوي د پاکستان فوځ قربانۍ منلي

0
115

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي او د پاکستان د فوځ سرلښکر ترمینځ په جی ایچ کیو کښې ملاقات شوي، په دې ملاقات کښې ملکی او د ملک نه بهر په حالاتو باندې ټینګار شوې دې.

په دې اهم ملاقات کښې د پاکستان صدر د پاکستان فوځ قربانۍ منلي او دا خبره ی کړې چې پاکستان فوځ د ملک دننه او د بهر دواړه اړخونو نه دفاع کړې او دا ملک ی ساتلې دې.
د فوځ د رسنۍ څانګې نه جاري شوي یو بیان مطابق صدر ډاکټر علوي ته د پاکستان فوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه جي ایچ کیو ته په راتلو هرکلۍ اوویل او سلامي ی هم ورته وړاندې کړه.

Leave a reply