باغي ټي وي رپورټ
دپيښور په حيات اباد سيمه کې پوليسو له لوري دشکمنو وسله والو په ضد عملياتو په مهال دوه پوليس وژل شوي دي. په وژل شوو کې ASI ریاض خان او کانسټیبل جعفر شامل دي.
د راپورونو مطابق پولیسو د شکمنو وسله والو په ضد سرچ اپریشن کولو چې دا پیښه مخې له راغله .
په دې اړه دپوليسو انسپکټر جنرل معظم جهان انصاري وويل په حيات اباد کې دشکمنو کسانو دموجوديت راپورونه ترلاسه شوي وو.
د پولیس مشر زیاتوی چې کله پولیس کور ته د ننوتو هڅه وکړه، له دننه څخه پرې ډزې وشوې، چې له امله يې دوه پوليس ځای پر ځای ووژل شول، هغه وويل چې اووه شکمن کسان له خپلو وسلو سره نيول شوي او پلټنې ترې روانې دي.











Leave a Reply