د عربي اماراتو ولیعهد پۀ رسمي سفر ترکیې ته ځي 

0
174

 د عربي اماراتو ولیعهد پۀ رسمي سفر ترکیې ته ځي 

ولسمشر اردوغان به په پلازمینه انقره کې د محمد بن زید النهیان سره لیدنه وکړي.

  پدې لیدنه کې به د دواړو هیوادونو پر اړیکو په هر اړیکو توګه خبرې او بحث وشي. همداشان د همکاریو د کچې د لا لوړولو په خاطر به په اوچتیدونکو ګامونو خبرې وشي.

(2021 / 11 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي‌ دي‌ چې د متحده عربي‌ اماراتو ولیعهد شهزاده محمد بن زید النهیان د ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي‌ بلنه  سبا  چارشنبه د نوامبر ۲۴ مه نیټه ترکیې ته راځي.

ولسمشر اردوغان به په پلازمینه انقره کې د محمد بن زید النهیان سره لیدنه وکړي.

  پدې لیدنه کې به د دواړو هیوادونو پر اړیکو په هر اړیکو توګه خبرې او بحث وشي. همداشان د همکاریو د کچې د لا لوړولو په خاطر به په اوچتیدونکو ګامونو خبرې وشي.

پدې لیدنه کې به د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو هم خبرې او تبادل د نظر وشي.

Leave a reply