پاکستانی ډاکټر علي جناح روغتون کې د سترګو مفته درملنه کوي

0
47

پاکستانی ډاکټر علي جناح روغتون کې د سترګو مفته درملنه کوي

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې تر دې وړاندې د پاکستاني ډاکټرانو یوه ډله خوست ولایت ته هم راغلې وه او د سترګو ناروغیو شاوخوا ۲۵۲۳ کسان یې معاینه کړي او په لسګونه عملیاتونه یې هم کړي دي.

 

(2021 / 11 /  23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې د پاکستان سفارت وایي، چې د پاکستان یوه ډله ډاکټران د کابل په علي جناح روغتون کې د سترګو ناروغیو وړیا درملنه کوي.

یاد سفارت په خپره شوې خپرپاڼه کې ویلي، چې دا لړۍ پرون د نومبر په ۲۲مه پیل شوې او تر ۲۴ نېټې به دوام وکړي.

د دوی د مالوماتو پر بنسټ، تر اوسه په سلګونه ناروغان کتلي او درملنه یې کړې ده.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې تر دې وړاندې د پاکستاني ډاکټرانو یوه ډله خوست ولایت ته هم راغلې وه او د سترګو ناروغیو شاوخوا ۲۵۲۳ کسان یې معاینه کړي او په لسګونه عملیاتونه یې هم کړي دي.

Leave a reply