په پیښور کښې پولیس اهلکار وژل شوې دې

باغي ټي وي رپورټ
په رسنیو یو رپورټ خپور شوې دې ، په رپورټ کښې بیانوي چې د پيښور د بډه بیرې یو پولیس اهلکار نامعلومه کسانو په ډزو ویشتلې دې.
امجد خان په بډه بیر پولیس سټیشن کې د ASI په توګه دنده ترسره کوله، هغه د پولیس سټیشن څخه کور ته په لاره روان وو چې د نامعلومه کسانو د ډزو ښکار شو، ډ ډزو نه پس اهلکار سخت ژوبل شو، اے ایس آئی هسپتال ته منتقل کړې شو خو د رپورټ مطابق په لاره کښي د زخمونو له وجی ساه ورکړه. په مشرق کښې د چاپ رپورټ مطابق پولیسو د پېښې په اړه رپورټ درج کړې او د اهلکار د قتل پلټنې ی پیل کړي دي.






