په ملاکنډ کښې د ترهګرۍ لپاره ایښودل شوې وسلي او مهمات ترلاسه شوي

باغی ټي وي رپورټ
دملاکنډ دترهه ګرۍ په ضد دمبارزې ادارې دزيارت په ورځ لویر دیر دلعلو بالا ميدان په سيمه کې دعملياتو په مهال ديو غرني ځنګل څخه دترهګرو لخوا پټ کړل شوي وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
د مشرق نیوز ټي وي یو رپورټ مطابق ترلاسه شوې وسلې کښې ايل ايم جيز، کلاشنکوفونه، رائفلونه او تومانچې شاملې دي، په دويم کارروائي کښې مطلوب وسله وال محمد رياض نيولے شوے دے۔
رپورټ زیاتوي چې وسله وال محمد رياض نيول شوى دى کوم چې حکومت ته د اپر دیر په یوه جومات کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې حکومت ته مطلوب وو او د هغه د نیولو لپاره حکومت د 5 ملیون پورې انعام ټاکلی و، د یادونې ده په هغه برید کښې 33 کسان یې وژلې او یو شمیر نور یې ټپیان کړي وو.





