نړۍ په غیررسمي توګه د اسلامي امارت حکومت تسلیم کولو په لور روانه ده: رپورټ

0
90

باغي ټي وي رپورټ
نړیواله ټولنه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د غیر رسمي رسمیت په لور روانه ده، په مشرق نیوز ویب پانړه د چاپ یو رپورټ مطابق د افغانستان له چارو سره بلد یو چارواکي ویلي، چې د امریکا او اروپايي هېوادونو له خوا داسې نښې نښانې شته چې دوی غواړي له افغانستان سره په اړیکه کې پاتې شي،د چارواکي ویلي دې چې دا هیوادونه د خپلو هیوادوالو له وجهې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژندلو ته تیار نه دي.

د مشرق نیوز رپورټ زیاتوي د طالبانو د پخواني حکومت پرته چې په کابل کې یوازې د پاکستان ډیپلوماټیک ماموریت و، وس هم په کابل کې ۱۵ ډیپلوماټیک ماموریتونه فعالیت کوي، چې دا په ډاګه کوي، چې هېڅ هېواد نه غواړي افغانستان یوازې پریږدي.
په رپورټ کښې زیاتوي چې امریکا هم د قطر د سفارت له لارې خپل دیپلوماتیک اړیکې جاري ساتلي دي او غواړي کابل کې حضور ولري.
دا رپورټ زیاتوي چې په کابل کې د پاکستان په څېر قطر هم له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې افغانستان یوازې نه پرېږدي او داسې ښکاري چې امریکا دې غوښتنې ته پام کوي چې افغانستان سره اړیکې جاري وساتي.

Leave a reply