لنډیکوتل پولیس سټیشن نه پولیس اهلکار د بازار ذخه خیل نوې پولیس تهانې ته بدل شول

باغی ټي وي رپورټ
د لنډي کوتل پولیس سټیشن څخه د لنډیکوتل تحصیل لرې پرتې او روسته پاتې شوې سیمې بازار ذخه خیل ته د 4 پولیس اهلکارو اسسټنټ سب انسپکټرانو پشمول ۹۹ نهه نوي پولیس اهلکار د بازار ذخه خیل پولیس سټیشن ته بدل کړې شول.
د ضلع خیبر پولیس سرچینې وایی چې د لنډي کوتل پولیس سټیشن نه به بازار ذخه خیلو ته نور پولیس اهلکار هم د بازار ذخه خیلو پولیس تهانې ته ولیږل شوي چې په دې روسته پاتې شوې سیمه کښې وظیفې پیل کړي او د خلقو خدمت وکړي.
د یادونې ده چې د ضلعي پولیس آفیسر وسيم رياض د دفتر لخوا د لنډي کوتل پوليس سټيشن نه د بازار ذخه خيل پوليس سټيشن ته د څلور اسسټنټ سب انسپکټرانو په شمول د 99 پوليس اهلکارو د تبادلې په اړه باضابطه نوټيفيکيشن جاري کړے شوے دے، دې سره سره دوی ته لارښوونه شوې ده چې په دې نوې د بازار ذخه خیلو په پولیس تهانه کې دې د خپلې وظیفې ذمه وارۍ سمبال کړې او خپله وظیفه دې پیل کړي.






