مس وزیر ځای خلقو سره ژمنه وکړه چې په سرک به زر کار پیل شي

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا ضلعې نوښار د ګنډیري سيمې مشرانو د وفد په شکل کښې ايډيشنل ډپټي کمشنر نوشهره (اېف اينډ پي) مس وزير سره ملاقات کړې دې او د خپلو غوښتنو او ستونزو نه ی مس وزیر خبره کړې ده.
مشرانو مس وزیر ته د دو کروړو روپو فنډ، کوم چې د سرک لپاره منظور شوې دې ،ددي فنډ ی مس وزیرته خبر ورکړو، مشرانو مس وزیر ته د تجاوزاتو په اړه د دوي انديښنې هم شریکې کړي.
مس وزیر په دې موقع مشرانو سره ژمنه وکړه چې د سرک په جوړول به زر کار پیل شي ، په دې موقع مس وزیر په ښار کې د هغه دوکاندارانو او نور سوداګر په ضد هم کاروایی کولو ژمنه وکړه کوم چې د تجاوزاتو په ناقانونه کار کې ککړ دي.






