د لنډیکوتل په ډي ایچ کیو هسپتال کې زیات ډاکټران غیرحاضر وي

باغي ټي وي رپورټ
د لنډیکوتل ځای خلقو او مشرانو شکایت کړې دې چې په ډسټرکټ هیډکوارټر هسپتال لنډیکوتل کښې زیات ډاکټران خپلو وظیفو له نه راځي او دوی ددې روغتون څخه غیرحاضر وي.
د لندیکوتل یو ځای خبریال عمران شینواری د رپورټ مطابق وایی چې په دې هسپتال کښې ۸۵ ډاکټران په سرکاري توګه وظیفه لري او د سرکار نه معاش اخلي خو دوی دلته ډیوټی نه کوي، په رپورټ کښې زیاتوي چې د تر ۲۵ ډاکټران ډیوټی کوي.
ځایی خلق د لوړپوړه چارواکو نه غوښتنه کوي چې ددې غیرحاضره ډاکټرانو په ضد دې قانوي کارویی وشي او دوی ته دې سخت حکم جاري شي چې په ذکر شوي روغتون کښې ډیوتي وکړي او د خلقو خدمت وکړي.
د یادونې ده چې د لنډیکوتل په ډي ایچ کیو هسپتال کې د څښلو د اوبو ستونزه هم ده او ځای خلقو غوښته کوي چې دې هسپتال لپاره دې بیل ټیوب ویل منظور شي چې ددې روغتون د اوبو ستونزه هواره شي.






