۱۸اتلس میلیونو نه زیات افغانان د کم خوړلو ښکار دي: ملګري ملتونه

0
57

باغي ټي ډي رپورټ
د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې په یو بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کښې تر ۱۸ ملیونه زیات وګړي د کم خوراک کولو ښکار دي او دا بیان زیاتوي چې په دې ژمې کښې به دا شمیره چې خوراک نه لري تر ۲۳ ملیونو ورسیږي.

د اې پي پي یو رپورټ مطابق د خوړو او کرنې بنسټ ایف اې او ویلي د کرنې برخه کې یې د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې چې افغانستان کې خلک وکولی شي په ژمي کې د اړتیا خواړه تر لاسه کړي.
د کندهار یوه بزګر ایف اې او ته ويلي، د انارو ځینې باغونه وچ شي او د دوی د سیمې تر ټولو لویه اړتیا دا ده چې د ژورو څاګانو کېندلو کې ورسره مرسته وشي، چې نور باغونه وچ نه شي.
د ملګري ملتونو اداره وایی چې د کروندګرو سره د مرستې ته ډیره زیاته اړیتا لري، دا بنسټ زیاتوي چې ۱۱۵ ملیونو ډالرو ته ضرورت لری، دا زیاتوي چې که دومره مرستې وشی نو مونږ به وکولې شو چې تر ۵ ملیونه کسانو سره مرستې وکړو.

Leave a reply