نړۍ دې مرسته وکړي چې افغانستان د کوکنارو بدیل کښت په موندلو کښې کامیاب شي: ذبیح الله مجاهد

0
292

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په اړه په رسینو کښې تیره ورځ داسې رپورټونه خپاره شوي وو چې په دې هیواد کې د کوکنارو کر کې ډیر زیاتوالې راغلې دې، په داسې وخت کښې چې په افغانستان کښې د اسلام امارت نوې حکومت هم اعلان شوې دې او داسې رپورټ چې په دې هیواد کې د کوکنارو کر زیات شوې ، یقینا چې د اندیښنې وړ خبره ده.

د کوکنار فصل د زیاتوالې په اړه د غبرګون په توګه د افغانستان اسلامی امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې دې د کوکنار کر او فصل ختمولو لپاره د نړۍ هیوادونه د افغانستان سره مرسته وکړه چې په دې هیواد کې د کوکنارو په بدیل کښې کوم کښت وموندل شي او په افغانستان کې د کوکنار کښت ختم شي.
د بي بي سي یو رپورټ مطابق په کندهار کې د کوکنار کر وجه د کروندګرو بې وسي دي چې دوی ته بل کوم کر په لاس نه راځي او هم د غه کوکنار د خپلو کورنیو لپاره یو ښه کښت بولي.
د بي بي سي رپورټ مطابق څو ورځې وړاندې په کندهار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست د بدیل معیشت د څانګې مشر پژواک خبري اژانس ته ویلي وو، چې په تېرو کلونو کې کندهار کې ډېر لږ کوکنار کرل کېدل خو سږ کال دغه کچه د دوی د اټکل له مخې ۷۵ سلنه زیاته شوې ده.

د افغانستان اسلامی ریاست مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د کوکنار کښت زیاتوالۍ ردوي او وایی چې په افغانستان کې به نړۍ له د افغانستان مرسته کول په کار وی چې د کوکنار بدیل کوم کښت وموندل شی او دغه شان د کوکنارو کښت نه خلاص شي.

Leave a reply