په پاکستان کښې د چین هیواد سره د تجارت ملاتړ کوو: عمران خان
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یو بیان کښې ویلي دي چې په هیواد کښې د چین سره د تجارت په کلکه ملاتړ کوي او هڅې کوو چې د پاکستان او چین تجارت لا هم وده وکړي.
دا خبرې عمران خان د چین هیواد د تجارانو او سوداګرو یو پلاوي سد ملاقات په وخت وکړې. د پلاوي مشري د چينائي كمپنې چېلنج فېشن پرائيوېټ لمېټډ استازې مېرمن چن يان وكړې، په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاكستان او چين نه يوازې اوس يا په تېر وخت كښې یوبل سره ښې اړیکې وي بله د پاکستان او چین دوستي او اړیکي به زمونو د راروان راتلونکو نسلونو هم وي.
د اې پي پي رپورټ مطابق په دې ملاقات کې د توان وفاقي وزير محمد حماد اظهر، د تجارت سلاكار عبدالرزاق داٶد، د وزيراعظم وياند ډاكټر شهباز ګل ، خاص مرستيال اېم خالد منصور، د چين سفير نونګ رونګ او د مېرمن چن يان سره سره نور اړوند اعلٰی چارواكي هم موجود وو.
عمران خان په دې ملاقات کښې چنایی سوداګرو ته په ډاګه کړه چې مونږ د دواړو هېوادونو د اولس خدمتونو ستایو، عمران خان اړوند چارواکو ته لارښوونه وکړه چې په پاکستان کې د د چین سوداګرو او پانګه اچوونکو کسانانو ستونزې هوارې کړي او دوی ته دې خاص پام وکړی چې د چین او پاکستان تجارت نو هم ښه او پیاوړې شي.