په کابل کښې د ښځینه سازمان غړو سره د پخواني اولس مشر او عبدالله عبدالله ملاقات

0
90

باغي ټي وي رپورټ
عبدالله عبدالله او کرزي په کابل کښې د ښځو د سازمان نمایندګانو سره ملاقات وکړو، په ملاقات کښې په افغانستان کښې د ښځو په هیواد کښې د ترقۍ او خوشحالۍ لپاره د رول په حقله خبرې اترې وشوې.

د افغانستان د مصالحتي کمیشن مشر ډاکټر عبداالله عبدالله په خپل ټویټر پانړه لیکلې چې د پخواني اولس مشر حامد کرزي سره ی نن د افغانستان د ښځینه سازمانونو غړو سره لیدنه کړې، نوموړی وای چې په دې ملاقات کښې د معاشرې او ملک لپاره د ښځو په رول ادا کولو باندې زور ورکړل شو.
یاده دې وی چې طالبانو مشران وای چې په افغانستان کښې د ښځو د کار کسب او وظیفه کولو په حقله به زر فیصله وکړی، مشران وای چې د ښځو د کار کولو لپاره د سیکوریټي او نور ضروري ګاومونو نه پس به ښځو ته د اسلامی شریعت او قانون مطابق د کار کولو اجازت ورکړل شي.

Leave a reply