د ضلع خیبر تعلیم محکمې افسر د تیرا سکولونو دوره کړې

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر د تعلیم محکمې د منصوبه بندۍ او د پرمختایی څانګې مشر افسر مثل خان شلماني د لرې او روسته پاتې شوې سیمو تیرا او لوی شلمان د سکولون دوره وکړه، مشر په دې سیمو کې ځایی مشرانو، ځوانانو او د سکول محصلینو سره وکتل .
د پرمختیایی څانګې مشر په دې سیمو کښې د حکومت له اړخه پیل شوي پرمختایی کارونو معاینه وکړه او په سکول کې ی ښوونکو ته لارښوونه وکړه چې دوی دې د خپل خدمت لړۍ جاري وساتي او د قوم بچو دې ښه تعلیم او تربیت وکړي چې دا بچي په راتلونکي وخت کښې د قوم او ملک په ترقي او روښانه ساون لپاره رول ولوبوي.
د یادونې ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت له اړخه په ضلع خیبر کې په سکولونو کې د بیا رغونې او په دې تعلیمي ادارو کې په نورو پرمختیایی کارونو باندې د ۶۰ شپیتو کروړو روپو نه زیاتې روپې خرچ کړې چې دې سره ددې تعلیمي ادارو حالت ډیر ښه شوي او په دې سکولونو کښې وس ماشومان په ډیر ښه ماحول کې زده کړې کوي.






