په تورخم زیروپواینټ د خوګا خیل قوم احتجاج

باغی ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د خوګا خیل قوم د مشرانو او ځوانانو له اړخه یو احتجاجی لاریون وشو، د خوګا خیل قوم مشرانو او ځوانانو غوښتنه وه چې دوی ته د این ایل سي سره شوې معاهده منظوره نه ده.
نن د اتوار په ورځ د خوګا خیل قوم ۲۲ ورځ ده چې د پیښور او تورخم په لویه لار ی احتجاج پیل کړی دې، نن د اتوار په ورځ احتجاج کوونکي د تورخم زیرپواینټ په لور راون شو خو په تورخم پوله د امنیتي ځواکونو له اړخه دوی ته اجازت ور نه کړې شوه چې دوی د زیروپواینټ ته ورسي او هلته احتجاج ریکارډ کړي.
د خوګا خیل قوم مشرانو او ځوانانو وایی چې کومه معاهده د خوګا خیل قوم نورو څه مشرانو سره کړې ده، دا معاهده دوی ته قبوله نه دې او دوی به کله هم اجازت ور نه کړی چې این ایل سی ددوی په زمکه قبضه وکړي.





