لویډ آسټین ویلي چې لۀ افغانستان سره د اړیکو جوړېدو هڅې روانې دي 

0
87

لویډ آسټین ویلي چې لۀ افغانستان سره د اړیکو جوړېدو هڅې روانې دي 

امریکايي چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له افغانستان سره د اړیکو لپاره هڅه کوي، چې په همدې لړ کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته نوی ځانګړی استازی هم وګوماره.

 

(2021 / 11 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وايي له افغانستان سره د اړیکو لپاره هڅې روانې دي. د امریکا ددفاع وزیر لویډ آسټن د افغانستان او امریکا د اړیکو په تړاو تازه څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان او امریکا د اړیکو څرنګوالی د وړاندوینې وړ نه دی او تر دې دمه په دې اړه په امریکایي حکومت کې واضح دريځ هم نه دی رامنځ ته شوی.

هغه وایي له دې هر څه سره لا هم له افغانستان سره د اړیکو لپاره هڅه کېږي.

امریکايي چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له افغانستان سره د اړیکو لپاره هڅه کوي، چې په همدې لړ کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته نوی ځانګړی استازی هم وګوماره.

په وروستیو ورځو کې افغانستان یو ځل بیا له امریکا غوښتي چې د ديپلوماتیکو اړیکو لپاره خپل سفارت په افغانستان کې پرانیزي او د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو لپاره دې اقدام وکړي.

Leave a reply