د پيښور انتظامیه کاروایی، ۱۳ دوکانداران ی نیولي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور ضلعي انتظامیه او پي ډي اے د اتوار بازار حيات آباد کښي د هغه دوکاندارانو په ضد کاروایی کړې ده چې توکي ی په ګران قیمت خرڅول.
د ډي سي پیښور له اړخه په ټولنیزو رسنیو خبر خپور شوې دې، په رپورټ کښې وایی چې ۱۳ دوکاندران مو نیولي دي، د بیان مطابق دې دوکاندرانو د حکومتي لارښوونې پرته توکي خرڅول.
د رپورټ مطابق ايډيشنل اسسټنټ کمشنر محمد اظهر خان د پي ډي اے ډائريکټر ودود شاه سره په حیات آباد کښې په اتوار بازار کښې 13 دوکانداران د سرکاري نرخ لسټ نه زيات نرخ سره د سامان خرڅولو په تور نيولي دي۔
په بیان کې زیاتوي چې د نيول شوو دوکاندارانو سره به قانوني چلند وشي.





